برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۵ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان دسولې پروسې ملاتړ کول.

آریانانیوز: د چین ولسمشر د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان همکاري مهمه بللې او ډاډ یې ورکړی چې چین په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت او د ټولو اړخونو په ګډون د سولې د پروسې ملاتړ کوي.



ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي، شي جین پېنګ له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې ژمنه کړې ده چې پېکېنګ به اسلام‌اباد د افغانستان د سولې له پروسې سره همکارۍ ته وهڅوي.
دواړو ولسمشرانو پرون د غبرګولي په ۲۳ مه نېټه د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې سره وکتل.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي دي چې وايي، په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او له طالبانو سره د خبرو لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په رامنځته کولو کې د چین رول مهم دی.
طالبانو تردې دمه له افغان حکومت سره خبرې رد کړي دي.
دا لومړی ځل نه‌دی چې چین په افغانستان کې د سولې له هڅو څخه ملاتړ اعلانوي او په‌دې برخه کې د پاکستان د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي