برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۴ آبان , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د افغانستان بندیزونه د خصوصي سکټور لپاره لویه ستونزه ده

د هرات والي د يوناما له سياسي مرستيال سره په کتنه کې وويل چې پر افغانستان د امريکا بنديزونه د هېواد د خصوصي سکټور ستره ستونزه ده.


د هرات والي نوراحمد اسلامجار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پلاوي له سیاسي مرستیال جورجت ګینیون سره په کتنه کې وویل: د نړۍ اوسنی حالت د انسانانو لپاره د شرم وړ دی او دې وضعیت د ملګرو ملتونو حیثیت او اعتبار ته زیان رسولی دی.

د هرات والي د ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه پر کابل پراخې نیوکې ته په اشارې سره وویل: موږ په نړۍ کې داسې هېوادونه وینو چې له کلونو راهیسې د یوې کورنۍ په واک کې دي، خو هیچا هم د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه نه ده کړې.

اسلامجار د افغانستان د واکمنې ادارې هراړخیز وباله او د دغه هېواد د خصوصي سکټور تر ټولو لویه ستونزه یې د امریکا له خوا د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنیو ضبطول او یو اړخیز بندیزونه وګڼل.

د هرات والي څرګنده کړه: په افغانستان کې د خصوصي سکټور ستره ستونزه د بانکي حسابونو بندېدل دي. موږ هیله من یو چې نړیواله ټولنه به خصوصي سکتور ازاد پریږدي.

باید یادونه وشي چې په دې غونډه کې د یوناما د سیاسي مرستیال د څرګندونو جزیات نه دي خپاره شوي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي