برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د کرکټ تاريخي ټسټ لوبه

دا لوبه نن سهار د هندوستان د بنګلورو ښار په نړيوال چناى سوامي ښار کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوه، چې پکې ددواړو هېوادونو لوړو چارواکو هم برخه اخيستې ده.


په دې مراسمو کې دافغانستان د حکومت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په ځانګړې توګه ګډون کړى و.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل د ولسمشر اشرف غني پيغام ولوستو، چې هغه ددغې تاريخي ټسټ لوبې مبارکي ټولو هېوادوالو ته ورکړې ده.
هغه زياته کړې :(( وياړم، چې نن مو ملي لوبډله د نړۍ له پياوړې هندي لوبـډلې سره لوبه کوي، ټول ولس پرې وياړي.))
ولسمشر اشرف غني له نورو هېوادونو څخه هم وغوښتل، چې له افغانستان سره ټسټ لوبې ترسره کړي، خو دغه لوبه په افغانستان کې نور هم پرمختګ وکړي.
د هندوستان د لوبو وزير راجياوردان راټهور د دغه هېواد د لومړي وزير نريندرا مودي پيغام ولوستلو ، چې هغه پکې ددغې تاريخي لوبې مبارکي ټولو مينه والو ته ورکړې ده.
مودي زياته کړې، چې دا ددواړو هېوادونو لپاره يوه تاريخي لمحه ده، او هند وياړي چې له افغانستان سره دا لومړۍ تاريخي لوبه کوي.
هغه ويلي، چې ځوانه افغان لوبډله په ډېره کمه موده کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې او ځان يې دې ځاى ته رسولى دى.
نوموړي افغان لوبـډلې ته د نيکو هيلو څرګندونه کړې ده.
دې لومړۍ تاريخي ټسټ لوبې لپاره لاندې ١١ کسيزه افغان لوبډله ټاکل شوې ده.
شهزاد محمدي، جاوېد احمدي، اصغر ستانکزى، رحمت شاه، محمد نبي ، افسر ځاځى، حشمت الله شهيدي، يمين احمدزى، وفادار، راشد خان او مجيب ځدراڼ.
د هندوستان لوبډله.
اجينکى رهانى (لوبډلمشر) شيکر دهوان، مورلي ويجى، چتيشور پوجارا، کى ار راهول، ډينيش کارتيک، هارډيک پانډى، اشون، جديجا، ا شانت شرما او ا ميش يادوف.

شریک یي کړئ!