برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان، پاکستان او چین درېیمه ناسته

آریانانیوز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې. ټاکل شوې، چې نن شنبې په اسلام آباد کې د افغانستان، چین او پاکستان درېیمه درې اړخیزه ناسته جوړه او تر سره شي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ناسته به د دغو هېوادونو د سیاسي اړیکو، د افغانستان د سولې پر بهیر، امنیتي همکاریو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د اتصالي اړیکو پر پراختیا راوڅرخیږي
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا ناسته به د پاکستان د استازي او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په مشرۍ تر سره شي
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې به د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي صلاح الدین رباني او د چین په استازیتوب د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د حکومت سلاکار وانګ یي ګډون ولري
دا درې اړخیزه ناسته په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کال د چین هېواد په بیجنګ کې د درې اړخیزه همکاریو د ودې، سولې، اقتصاد، سیاست او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره تر سره شوه. دوه یمه ناسته یې په کابل کې د امنیت د خوندي کولو، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي حل پر رامنځته کولو، سیمه ییزې همکاریو او د ترهګرو پر ضد د مبارزې پر لارو چارو د بحث لپاره جوړه او تر سره شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي