برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د افغانانو پر وړاندې د پاکستان د کډوالۍ ضد نوې تګلاره

آریانانیوز: په کابل کې د پاکستان د سفیر د څرګندونو له مخې، هغه افغانان چې د اشرف غني د حکومت له نسکورېدو وروسته پاکستان ته تللي د کډوالو په توګه به ونه منل شي.


په کابل کې د اسلام اباد سفیر منصور احمد خان ویلي، هره ورځ له ۷۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې ویزې هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې اسلام اباد ته د تګ اراده لري.

د دغو کسانو په وینا دوی د سوداګرۍ، درملنې او له امریکا، کاناډا او نورو غربي هېوادونو څخه د ویزو د ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته سفرونه کوي.

ښاغلي خان وویل : موږ افغانانو ته د هر ګاونډي یا د نړۍ د بل هر هیواد په پرتله په آزاده توګه ویزې ورکوو. موږ دا کار د افغانانو د بشري اندېښنو د رسیدګۍ لپاره کوو.

هغه ټینګار وکړ: مګر که دوی (افغانان) غواړي چې د دوی حالت په کډوالو بدل شي،، نو دا به ونه شي او موږ به یې اجازه ورنکړو. موږ نه غواړو د کډوالو شمېر زیات کړو.

په همدې حال کې، په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي وویل، دوی له پاکستاني چارواکو سره په دې باره کار کوي، چې د نوو راغلو افغانانو ستونزو ته د حل لاره ومومي.

افریدي زیاته کړه چې دوی له پاکستاني چارواکو سره د پناه غوښتونکو د ثبت نام او هغوی ته د اسنادو د وېش په اړه خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست له نسکوریدو راهیسې په لسګونو او ښايي سلګونه زره افغانان پاکستان ته کډه شوي دي.

 

 

شریک یي کړئ!