برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اسیا په کی اولمپیک افغانستان دوه مډاله وګټل

آریانانیوز: په اندونیزیا کې د ۲۰۱۸م کال اسیایي اولمپېک سیالۍ وړمه ورځ د رنګا رنګ او ستر جشنونو د یو لړ وروستي مراسمو سره پای ته ورسیدې.


دغه سیالۍ چې په اندونیزیا هېواد کې په ۱۸م اګست پېل او ۲م ستمبر پای ته ورسیدې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ، په کې ۴۰ بیلابېلې په زړه پورې سیالۍ ترسره شوې، چې په کې افغانستان هم په بېلابېلو برخو کې ګډون کړی و او دوه مډاله یې وګټل.
په یادو سیالیو کې تر ټولو د چین هېواد مخکې راغی چې په کې یې ټول ۲۸۹ مډالونه وګټل، له دې څخه یې ۱۳۲ د سرو زرو، ۹۲ د سپينو زرو او ۶۵ د برونز مډالونه وو، په دویم نمبر جاپان هېواد دی چې په ټول ۲۰۵ مډالونو کې يې ۷۵ د سرو زرو، ۵۶ د سپینو زرو او ۷۴ د برونز مډالونه و.

افغانستان په دغه لیست کې په دوه برونز مډالونو ګټلو سره ۳۵م او پاکستان په څلور برونز مډالونو ګټلو سره ۳۴م نمبر و، چې د سوریې هېواد په یوازې یو برنز مډال اخیستلو سره په وروستي ۳۷م نمبر شو.
د افغانستان لخوا لومړی برونز مډال خالد هوتک په مارشل ارټ یا چینایي کوانګفو کې خپل پاکستاني او لاوسي سیال ته په ماتې ورکولو وګاټه، دویم مډال د افغانستان لخوا منصور سروري به غیږو نیولو سیالیو کې خپل ترکمنستاني سیال ته په ماتې ورکولو د برونز مډال وګاټه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان لخوا په اسیایي اولمپیک سیالیو ۱۸م پړاو کې د ګډون لپاره د افغانستان ورزشي لوبغاړي په بېلا بېلو برخو کې د ۱۹ روزونکو په ګډون ټولټال ۷۹ نارینه او ښځینه لوبغاړي ولوبېدل.
له دې وړاندې په ۲۰۱۴م کال کې د اسیا اولمپیک سیالۍ په سویلي کوریا هېواد کې ترسره شوې وې چې په کې د افغانستان لخوا یو شمېر لوبغاړو په بېلابېلا برخو کې ګډون کړی و او دوه مډاله چې په کرېکټ کې د سپینو زرو او تکواندو کې د برونز ګټلی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي