برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د اسلام اباد فضايي حریم دنه پرانېزيوکی موږ به هم خپل حریم وتړو

آریانانیوز: دهیواد د هوايي چلند ادارې رئیس محمد قاسم وفائي زاده وویل که پاکستان له افغانستان څخه هند ته د تلونکو الوتکو پر مخ خپل هوايي حریم خلاص نه کړي، دوی به هم د پاکستاني الوتکو په مخ خپل حریم وتړي.


وفایی زاده په دې تړاو رسنیو ته وویل « دپاکستان د فضايي حریم د تړل کېدو له امله افغانستان ته ۱۲ میلیونه ډالره زیان اوښتی».
نوموړي زیاته کړه « د پاکستان د فضايي حریم واک د فوځ په لاس کې دی له همدې امله تر اوسه له ملکي چارواکو سره زموږ لیدنو کومه پایله نه ده ورکړې».
د وفايي زاده په وینا؛ پاکستاني چارواکو ژمنه کړې چې فضايي حریم به د روانې میلادې میاشتې تر ۲۴ نېټې پورې پرانېزي او که چېرې یې خلاص نه کړي موږ به هم د پاکستان په وړاندې خپل فضايي حریم وتړو.
یاده دې وې چې پاکستان کابو دوه میاشتې وړاندې له هند سره تر نښتو وروسته خپل فضايي حریم هند ته د تلونکو الوتکو په مخ بند کړ چې؛ له امله یې د کابل او ډهلي تر منځ د دوو ساعتونو مزل شپږو ته اوږد شو او د ټکټونو بیې ورسره دې برابره لوړه شوې، درې ورځې وړاندې د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت په همدې تړاو د پاکستان سفیر وربللی وو او نوموړي ورسره ژمنه کړې وه چې یاده ستونزه به حلوي.

شریک یي کړئ!