برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دښمن د قومي او مذهبي جګړې د پيلولو په لټه

آریانانیوز: د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي، چې دښمن هڅه کوي، د افغانانو ترمنځ مذهبي او قومي جګړې ته لمن ووهي او غوښتنه يې کړې، چې افغانان بايد د پرديو د دسيسو ښکار نه شي او خپل يووالی وساتي.



اشرف غني دا څرګندونې نن د کابل ښار په لويديځ کې د شيعه ګانو په يوه جومات کې د عاشورا د مراسمو پر مهال کړي دي.
د ګډ حکومت مشر په خپلو څرګندونو کې وويل، چې تېرې څو اوونۍ د اهل تشيع لپاره تر ټولو خونړۍ وې او څو ځله پر دوی بريدونه او چاودنې شوي دي.
دی وايي، د کابل اهل تشيع د خونديتوب لپاره يې د کابل پوليسو ځانګړی معاونيت جوړ کړی دی.
اشرف غني د عاشورا مراسمو د امنيت لپاره د اهل تشيع سلګونو کسانو ته وسلې ورکړي او د کابل پوليسو تر څنګ دغه اهل تشيع وسله‌ وال هم د عاشورا د مراسمو په امنيت کې ونډه اخلي.
اشرف غني په داسې حال کې پر ملي يووالي او له قومي او مذهبي نفرتونو د ځان ساتنې خبره کړې، چې خپله ټوله پاملرنه يې يوازې د کابل اهل تشيع ته کړې او تر دې څو چنده زيات ګواښونه د داعش له لوري د نورو اهل سنتو سربېره په ځانګړې توګه د ننګرهار ولس ته متوجه دي.
داعش ډلې په ننګرهار کې پر عامو خلکو سلګونه بريدونه او چاودنې کړي، خو حکومت تر اوسه د داعش پر ضد او د ننګرهار د خلکو د خونديتوب لپاره کوم ګام نه دی اخيستی.
په ظاهره داسې ښکاري، چې د ګډ حکومت د مشر قول او فعل په ټکر کې دي، چې په خپله د مذهبي قومي جګړې څخه د ځان ژغورلو خبره کوي، خو په عمل کې بيا يوازې د اهل تشيع د خونديتوب لپاره عملي ګامونه پورته کوي، نه د نور ولس لپاره.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي