برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دپوځي عملیاتوپه بهیر سلګونه کورنۍ په کندوزکی کډوال شوي

د کندوز د اقتاش ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکي وايي چې د پوځي عملیاتو له امله يې خپل کورونه پرېيښي دي.


دغه کورنۍ چې شمېر يې تر څلورو سوو اوړي، په سیمه کې د بمبارۍ، جګړې او ډار له امله نورو ځایونو ته کډه شوي دي.
کډوالې شوې کورنۍ خان اباد ولسوالۍ، کندوز ښار او ځينو نورو خوندي سیمو ته تللي دي، خو د امکاناتو له نیستۍ سر ټکوي.
دولتي ځواکونو په اقتاش ولسوالۍ کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې عملیات پیل کړي، چې د ځايي اوسېدونکو له قوله پکې پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي او څو نور ټپيان دي.
د کندوز ځايي چارواکي وايي چې ګڼو طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د بلخ په چهاربلوک کې هم د پوځي عملیاتو له امله سلګونو کورنیو خپل کورونه پرېښودل.
ازادي راډيو د دوی له قوله ويلي و، چې امنیتي ځواکونو ملکي وګړي او د خلکو کورونه په نښه کول، دوی د عملیاتو له امله خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شول او د غرو په غارو کې يې واړول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي