برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دپولیسو په ډزو کې یو ماشومان وژل شوی اودوه نورټبیان شول

آریانانیوز: دیوراپورله مخی غزني چارواکي وايي، پولیسو په ښار کې د واده یو موټر ته د شرینۍ غوښتلو په پلمه ډزې کړې، چې دریو ماشومانو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې.


د غزني امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره منلې چې پېښه نن سهار مهال د غزني ښار څنډه کې وشوه، چې له امله يې یو ماشوم ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.
خبرپاڼه زیاتوي پولیسو د واده موټر درولی او د شیرنۍ په پلمه يې ډزې کړې، خو ډزې يې پر یو بل له سپرلیو ډک ۳۰۳ ډوله موتر لګېدلې دي.
دا په داسې حال کې دی چې دوه اوونۍ وړاندې کندوز کې هم د یوې پوستې عسکرو د واده پر موټر ډزې وکړې او دوه تنه يې ووژل.
معمولاً د لویو لارو پر سره هم د پوستو عسکر د شرینۍ په پلمه د ودونو موټرې دروي او ان د هغوی تر توان پورته پیسې ترې د شیرینې په نوم په زور اخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي