برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دپنځو تنو سیمه ایزو پولیسوتښتول

طالبان تیره ورځ پنځه تنه سیمه ایز پولیس د سانچارک ولسوالی تکزاز کلۍ څخه چی سرپل مرکز لوری ته په حرکت وو، وتښتول.


سید محمد آقا، د سرپل ولایت سانچارک ولسوالی اوسیدونکې وایی چی دا پنځه تنه سیمه ایز پولیس د سانچارک ولسوالی تکزار کلۍ اوسیدونکې وو چی د طالبانو کمین سره مخ شو.
د هغه په وینا، طالبان دا ۵ تنه د ځان سره وړی دی.
ذبیح الله امانی؛ د سرپل والی ویاند ددی خبر تایید ترڅنګ وایی چی تراوسه ددی خبر په اړه نور جزییات په لاس کې نشته.
دا په داسی حال کې دی چی طالبانو څو ورځې مخکې هم دوه تنه چی یو یی موټر چلوونکې او بل دوکاندار وو د سانچارک ولسوالی څخه سرپل مرکز ته لاره کې وتښتول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي