برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دپروین درانۍ د نیول کیدو امر

آریانانیور: د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې، د کورنیو چارو وزارت د کابل امنیې قوماندانۍ ته امر کړی چې د ولسې جرګې له اجازې پرته دې اغلي درانۍ تر عدلي تعقیب لاندې ونیوله شي ځکه جرم یې ښکاره دی.


په کورنیو چارو وزارت کې امنیتي مسولین وایي، د ۱۰۲ مادي پر بنسټ پولیس پرته له دې چې ولسې جرګه په جریان کې واچوي کولای شي پروین درانۍ ونیسي ځکه چې جرم یې مشهود دی.

د ولسې جرګې غړې پروین درانۍ، یکشنبه د کب په ۲۶ مه له هغه وروسته چې د احمد شاه مسعود په څلور لارې کې یې، موټر د پولیسو د یوه افسر له لوري ودرول شو، تر څو یې موټر وپلټي او تورې شیشي یې سپینې کړي، هغې په چک پاینټ کې د پولیسو له افسر سره شخړه کړې او دغه افسر یې په څپیړه وهلی.

د دغې صحنې ویډیو چې په رسنیو کې خپره شوې ښيي، چې اغلې درانۍ د ښکنځلو او د پولیسو د یوه افسر د ترټنې تر څنګ هغه په څپیړه وهي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي