برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۰ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دپاکستان دهوايي حریم بندیزونه

آریانانیوز: د پاکستان د هوانوردۍ چارواکي وایي د پاکستان له لارې هند ته هوايي پروازونه به د جون تر ۱۴ نیټې پورې بند وي.



د دغې ادارې یو ویاند رویټرز ته د چهارشنبې په ورځ دا خبره وکړه، خو دا یې نه دي ویلي چې له دغې نیټې وروسته به دا پروازونه پرانیستل شي او که نه.
څه موده مخکې د پاکستان د هوانوردۍ ادارې یو چارواکي ویلي وو چې د حالاتو له ارزولو وروسته به په دې اړه پرېکړه کیږي. د پاکستان په دغه کار سره هند او د جنوبي اسیا ځینو نورو هېوادونو ته د مساپرو او کارګو پراوزنه ټکني شوي او ورسره د پروازونو وخت او قیمت هم زیات شوی دی.
د پاکستان په دغې پرېکړې سره له افغانستان څخه هند ته پروازونه هم اغیزمن شوي دي. همدا څو ورځې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په ملاقات کې وغوښتل چې د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان پر پروازونو بندیز لېرې کړل شي.
د وزارت ویاند صبغت الله احمدي د یکشنبې په ورځ )د وري میاشتې پر ۲۵مه( امریکا غږ ته وویل، چې د پاکستان سفیر په دغه لیدنه کې ژمنه کړې چې د خپل هېواد فضايي حریم به ډېر ژر د افغانستان د پروازونو پر مخ پرانیستل شي.
پاکستان د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې له هغه ورسته خپل هوايي حریم د نړیوالو پروازونو پر مخ وتړلو چې له هند سره یې اړیکې خرابې شوې.
هند څه موده مخکې ادعا وکړه په پاکستان کې دننه یې د اورپکې ډلې، جیش محمد، مرکز بمبار کړی دی. دغه ډله په پلوامه کې د هند پر نیمه پوځيانو شوي هغه ځانمرګي برید تورنه ده چې په کې لسګونه سرتیري وژل شوي وو. د دغې پیښې وروسته د اسلام اباد او ډیلي تر منځ اړیکې خورا خرابې شوي دي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي