برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دوو پولیسو خپل اوه ملګري وژل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس هلمند کې دوو پولیسو پر خپلو ملګرو د ټوپک شپېلۍ ور اړولې او اوه تنه يې وژلي دي.


پېښه د ګرشک ولسوالۍ په سپین مسجد سیمه کې شوې، چې بریدګر له سیمې سلامت وتلي دي.
د هلمند ځايي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو طالبانو يې په اړه خبرپاڼه خپره کړې ده.
طالبان وايي، بریدګر د دوی نفوذي ملګري و، چې تر دوی سلامت ور رسېدلي دي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دې دوو تنو اوه تنه عسکر وژلي او له ځانونو سره يې شپږ میله سپکه او درنه وسله هم دوی ته ور رسولې ده.
د دولتي ځواکونو په لیکو کې خپل‌منځي بریدونه هغه پېښې ګڼل کېږي چې د ځواکونو تر منځ يې بې باوري اوج ته رسولې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي