برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دولسمشریزو ټاکنو احتمالی کاندیدانو اسنادو ارزونه بشپړ یدا

آریانانیوز: د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د احتمالي کاندیدانو د اسنادو ارزول‌یې بشپړ کړل او وروستۍ نتیجه‌یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته واستوله.



د دغه کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل، د لسمشریزو احتمالي کاندیدانو د اسنادو د څېړلو کمېټې د دولت له اړوندو ارګانونو سره د کاندیدانو اړوند ټول مسایل شریک کړي او د هر یوه په اړه‌یې کره معلومات ترلاسه کړي.
ښاغلي الیاسي وویل، د دغو کاندیدانو د نهايي لېست اعلانول د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دنده ده.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي په دی اړه وویل، څرنګه چې موضوع ډېره تازه ده، لېستونه به په دقت سره مطالعه او اعلانولو ته به‌یې تصمیم ونیول شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي