برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دهیوادپه مختلوولایاتوکی په تیرو ۲۴ ساعتونوکی ۲۴ تنه داعشی ترهګری هلاک شوی دی

ددفاعی اوامنیتی ملی ځواکونودیوی ګډی عملیاتو په یرغل سره په تیرو ۲۴ ساعتونوکی دهیواد په مختلفوولایاتو کی ۲۴ تنه ترهګری هلاک شوی دی...


د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، ۲۴تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴۳تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، خوست، لوګر، پکتیا، کندهار، ارزګان، زابل، هرات، فراه، غور، بادغیس، فاریاب، کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي دارزګان ولایت دخاص ارزګان ولسوالۍ او مرکز ترینکوټ کې ۱۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۲۷ تنه ټپیان، ددښمن ۲ قرارګاوې او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، دګردیز – زرمت د لویې لارې په اوږدو کې ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان او د کندز ولایت د قلعه ذال په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

همدا داز په یادو عملیاتو کې د بغلان ولایت د دوشي په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه ټپیان، د هلمند ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه ټپیان او د زابل ولایت د میزان په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر ټپیان شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰چاڼیز او ۶۸خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۶۸ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۲ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي