برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دسولې په بهیرکې دګاونډیانو څخه دملګرتیاوغوښتنه

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی ولسمشر اشرف غني د نیکمرغه کوچني اختبر دلمانځه په دستورو کې ووئيل ، باثباته افغانستان د سیمې د امنیت لامل کیږي او ګاونډي هیوادونه دې په دغه هیواد کې د جنګ له ختمیدا سره مرستې وکړي .
ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې جنګ د دغه هیواد د ولس لپاره له بدبختیو پرته بل هیڅ نه دي درلودلي ، ووئيل په هیوادکې اوسنی جنګ هیڅ رواوالی نه لري او نهائي حل لاره له طالبانو سره دسولې دخبرواترو پیلول دي .
اشرف غني همداراز د روژې دمبارکې میاشتې داختر په شپو ورځو کې د درې ورځني اوربند لپاره د طالبانو داقدام هرکلی وکړ او له حکومتي ځواکونو ئې غوښتي ، ددغې ډلې د مرکزونو او مورچلو په ضد دې له حملو ډډه وکړي .
د مصالحې دعالی شورا مشر عبدا…عبدا… هم د طالبانو داوور بند په غبرګون کې دا ،په اهیواد کې د سولې د ټينګیدا لپاره یو مثبت ګام وبالۀ. عبدا.. عبدا… هیله ښودلې ، د نیکمرغه اختر په شپو ورځو کې اور بند ، د دواړو لورو د بندیانو د مبادلې دچټکتیا ، د حملو د کمیدا د دوام او د افغانانو ترمینځ دخبرواترو دپیلیدا لامل شي.

شریک یي کړئ!