برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دسولې مشورتې لویه جرګه دحوت میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره کیږی

آریانانیوز: د دې شورا د درالانشاء رئیس عمر داوودزي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۱» د سولې او امنیت په اړه د ښځو د تحقیق په نوم غونډه کې چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له لوري جوړه شوې وه، وویل چې د ټولو خلکو د افکارو راټولولو او د سولې په مذاکراتو کې د سرو کرښو مشخصولو لپاره تر ټوله ښه لاره مشورتي لویه جرګه ده.
نوموړي زیاته کړه:د مشورتي لویې جرګې نېټه اوس‌مهال د حوت ۲۶مه ده او ان‌شاءالله چې د حوت په ۲۹مه به پای ته ورسېږي. ښایي دا نېټه تمدید شي، په‌دې جرګه کې به ټول حضور ولري، د ټولنې ټول قشرونه له مرکز او ولایتونو به هلته مشوره او مذاکره وکړي او بالاخره به یو واحد دریځ وړاندې شي.
دی وايي، د دغې جرګې په طرزالعمل کې به ښځو ته ۳۰ سلنه ونډه ورکړل شي.
هغه دا هم وویل چې دا ځل د تېر په توپیر د سولې مشورتي لویې جرګې هېڅ یو غړی به د حکومت استازیتوب نه‌کوي، بلکې له سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو به جوړه شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې د دغې جرګې پر مېکانیزم لاهم کار روان دی او تر دې دمه په ډاګه نه‌ده چې په کوم اساس به‌يې ګډون‌والو ته بلنه ورکول کېږي.
دا په‌داسې حال کې ده چې ۱۰ ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې ملي پروسې په مشورتي ناسته کې د سولې شورا د دارالانشاء مشر عمر داوودزي ته لارښوونه وکړه چې د حوت میاشتې تر وروستیو پورې د سولې مشورتي لویې جرګې ته چمتووالی ولري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي