برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دداعش ډلکی وسله‌ والود جګړې له ډګره چورلکو کې ایستل شوي

آریانانیوز: طالبانوپه جوزجان کې د داعش وسله‌والو د بشپړ ختمېدلو خبر ورکړ، خو یاده کړې یې ده چې له دوی تښتېدلي داعش جنګیالي د کابل ادارې په چورلکو کې خوندي ځایونو ته ورسول.



د جوزجان ولایتي شورا غړي هم مني چې د جګړې له ډګره داعش وسله‌وال د چورلکو په وسیله ایستل شوي دي، خو زیاتوي چې «ناپېژاندې» چورلکې وې.
د دې شورا غړې حلیمه صدف وايي شاوخوا ۷۰ تنه داعش جنګیالي د ناپېژاندو چورلکو په وسیله د جګړې له ډګره ایستل شوي دي، په خبره يې له هېواده د باندې ویستل شوي دي.
د داعشیانو پر ضد جګړې تر شلو ورځو ډېر وخت ونیو، خو طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې نور يې د دې ډلګۍ جرړې په ټول شمال کې له بېخه ویستې دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د داعشي وسلوالو پر خلاف عملیاتو یې ۲۴ ورځې وخت ونیو او تېره ورځ په داسې حال کې پای ته ورسیدل چې ۹۲ داعشي وسلوال یې وژلي، ۵۱ ټپیان کړي او ۱۲۸ تنه يې ژوندي نیولي.
په جوزجان کې د زراب ولسوالۍ امنیه قومندان محمد اسماعیل هم مني چې د طالبانو د مقاومت په پایله کې داعش پښې سپکې کړې، خو دعوه کوي چې ۲۰۰ تنه دوی ته تسلیم شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم مني چې حکومت ته داعشي جګړه مار ورغلي دي.
نوموړی زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د معمول سره سم د کابل حکومت د «داعش نوازۍ» هڅې ونه دریغولې او د درې لوړپوړو مشرانو په ګډون یې ۲۱۶ تنه داعشیان په حکومتي چورلکو کې له ساحې وایستل او ژوندي وژغورل.
وړاندې تر دې هم د داعش اړوند سیاسیونو او د ملي شورا غړو ټینګار کړی چې داعش د افغان حکومت او ځینو بهرنیو استخباراتي ادارو ګډه پروژه ده، اوس هم جوزجان کې له طالب سرتېرو سره په جګړه کې ماتې خوړلي داعشیان بېرته دولتي لیکو ته ستانه شوي دي.
هغه کسان چې حکومت يې تسلیم شوي معرفي کوي، په اړه يې داسې شکونه شته چې د همدې جګړې لپاره دولت ګومارلی و، خو چې بریا يې په برخه نه شوه، بېرته يې غېږ کې ونیول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي