برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دجیلونود مدیریت لپاره خپلواکه اداره جوړول

آریانانیوز: درسندویو له راپور سره سم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي فرمان پر اساس، په ټولو زندانونو کې د ۳۰ زره بندیانو مدیریت یوې غیر نظامي خپلواکې دفتر ته سپارل کېږي.
د غني په فرمان کې راغلي دا پریکړه چې د قانون حاکمیت ، د مجرمینو اصلاح او د بندیانو د ستونزو حل، د زندانونو د پرسونل د مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره شوې.
د فرمان له مخې به ټول زندانونه له دې وروسته د نظامي څخه ملکي سکتور او یوې خپلواکې ادارې ته ولیږدول شي.
په دې فرمان کې د مالیې وزارت څخه هم غوښتنه شوې چې د زندانونو ټوله بودیجه له اوسنيو ریاستونو څخه نوې تشکیلیدونکې څانګې ته وسپاري.
په افغانستان کې د زندانونو او توقیف مرکزونه اوس د کورنیو چارو، دفاع ، عدلیې وزارتونو او ملي امنیت ریاست لخوا اداره کیږي.په دغو ټولو زندانونو کې اوس مهال ۳۰ زره بندیان ساتل کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي