برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۰ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دانتخاباتو کمیټه باید جوړه شی

آریانانیوز: د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو شورا د انتخاباتو د شفافیت د تضمین او په دغه بهیر کښې د ولسمشرۍ د ارګ د لاسوهنې د مخنیوی لپاره ګډ پلان وړاندې کړی دی او د ازادو او دعادلانه انتخاباتو په نوم د یوې کمیټۍ دجوړیدا غوښتنه یې کړی ده .



ددغه پلان پراساس د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو کاندیدان ، سیاسی ګوندونه ، مدنی ټولنې ، دانتخابانو په بهیر د څارنې ډلې او دهیواد دانتخاباتو د کمیسیون یو غړی باید په دغه کمیټۍ کښې شتون ولری .
دافغانستان د اساسی قانون پراساس د کابل دحکومت د کار موده دوه میاشتې کیږی چې پاې ته رسیدلی ده خو ولسمشر اشرف غنی د سترې محکمې په مرستې سره د ملی وحدت دحکومت د کار موده د انتخاباتو ترسره کیدا پورې چې د سپتمبر دمیاشتې په اتویشتمه نیټه ترسره کیږی تمدید کړی ده
د ولسمشرۍ د انتخاباتو دکاندیدانو شورا څه موده مخکې ولسمشر اشرف غنی له حکومتی امکاناتو په ناوړه استفادې او د ولسمشرۍ د انتخاباتو دمهندسی کولو لپاره په هڅې تورن کړی وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي