برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دافغان کډوالو پاتې کېدو

آریانانیوز: پاکستان مرکزي حکومت او د سرحدونو او قبايلي چارو وزارت (سېفران) په دغه هيواد کې مېشتو کډوالو افغانانو ته تر يو کال پورې نور وخت ور کړ چې له مخې به يې هغوی وکولی شي د ۲۰۲۰ میلادي کال تر جون مياشتي پورې دلته په قانوني توګه واوسي.



حکومت دغه پرېکړه په دې هيواد کې د مېشتو راجستر شویو افغانانو په هکله کړې ده. دغه وروستۍ پرېکړه په داسي وخت کې شوی ده چې افغان ولسمشر اشرف غني په دوه ورځني سفر پلازمېنې اسلام اباد ته ورغلی وو
د عمران خان حکومت تېر کال واک ته په رسېدلو سره په پاکستان کې مېشتو کډوالو افغانانو ته د ۲۰۱۹ تر جون پورې د پاتې کېدلو وخت ورکړی وو.
تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ، پاکستاني او افغان چارواکيو د کډوالو په اړه غونډه رابللې وه. په غونډه کې د افغانستان په استازيتوب د کډوالو چارو وزير سيد حسېن عالمي بلخي ګډون درلود. دافغان کډوالو پاتې کېدو
آریانانیوز: پاکستان مرکزي حکومت او د سرحدونو او قبايلي چارو وزارت (سېفران) په دغه هيواد کې مېشتو کډوالو افغانانو ته تر يو کال پورې نور وخت ور کړ چې له مخې به يې هغوی وکولی شي د ۲۰۲۰ میلادي کال تر جون مياشتي پورې دلته په قانوني توګه واوسي.
حکومت دغه پرېکړه په دې هيواد کې د مېشتو راجستر شویو افغانانو په هکله کړې ده. دغه وروستۍ پرېکړه په داسي وخت کې شوی ده چې افغان ولسمشر اشرف غني په دوه ورځني سفر پلازمېنې اسلام اباد ته ورغلی وو
د عمران خان حکومت تېر کال واک ته په رسېدلو سره په پاکستان کې مېشتو کډوالو افغانانو ته د ۲۰۱۹ تر جون پورې د پاتې کېدلو وخت ورکړی وو.
تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ، پاکستاني او افغان چارواکيو د کډوالو په اړه غونډه رابللې وه. په غونډه کې د افغانستان په استازيتوب د کډوالو چارو وزير سيد حسېن عالمي بلخي ګډون درلود.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي