برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دافغاني ماشومانو درملنې

د چین حکومت وایي، غواړي په راتلونکي کې د درملنې لپاره د په زړه سوري افغان ماشومانو شمېره زیاتوي.


دغه څرګندونې د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې مرستیال شینګ لي Xin Lei د غویي په ۱۸مه، پلازمینه بیجنګ کې د پژواک خبري اژانس د مشر ایډیټر جاويدهمیم کاکړ په مشرۍ د افغانستان د خبریالانو له یوې ډلې سره دلیدنې پر مهال وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې ۲۵ تنه افغان ماشومان چې زړونه یې سوري وو، د چین د سینګیانګ ایالت د مرکز ارومچي ښار په لوی روغتون کې یې جراحي عملیات ترسره شول او بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.
د افغان ژونالستان د پلاوي مشر جاوید همیم کاکړ وویل، چې اوسمهال شاوخوا اوه زره افغان ماشومان چې زړونه یې سوري دي، له افغان سرې میاشتې سره ثبت دي ، خو ددرملنې اسانتیایې نشته.
نوموړي له چین څخه وغوښتل، چې د دا ډول افغان ماشومانو ددرملنې لپاره اسانتیاوې زیاتې کړې او زیات شمیر افغان ماشومان ددرملنې لپاره خپل هیواد ته راوغواړي.
د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې مرستیال شینګ لي ژمنه وکړه، چې هیواد به یې په راتلونکو کې د داډول ماشومانو درملنه زیاته کړي.
هغه زیاته کړه، چې هیواد يې په بیل بیلو برخو کې له افغانانو سره مرستې کوي او دا هم ددې مرستو یوه برخه ده او دې ته به هم ادامه ورکوي.
د افغانستان د سرې میاشتې د زړونو دسوري ناروغانو دتنظیم د چارو مسوول فیض خدا پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د چین د سرې میاشتې او د افغانستان د سرې میاشتې ادارو ترمنځ د یوه تړون له مخې، چین به د شاوخوا۱۰۰ تنه افغان ماشومانو چې زړونه یې سوري دي، درملنه کوي.
هغه د چین له دې مرستې څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دغه راز دوی د داډول ماشومانو درملنه په هندوستان کې هم کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي