برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دافغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غوښتنه

آریانانیوز: د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغه هېواد د شکایتونو له کمېسیونه غواړي چې ژر تر ژره دې د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلان په تړاو خپله پرېکړه ورسره شریکه کړي.


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د شکایتونو کمېسیون باید ژر تر ژره د پاتې ۱۵ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو د ورستیو پایلو د اعلان لپاره د خپلو څېړنو په تړاو خپله پرېکړه له دغه کمېسیون سره شریکه کړي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټول اسناد او شواهد د شکایتونو کمېسیون ته سپارلي، خو لا هم د شکایتونو کمېسیون د پاتې ولایتونو د ورستیو پایلو په اړه له دوی سره د خپلو څېړنو په تړاو پرېکړه نه ده شریکه کړې.
ده وویل:
“موږ هېله مند یوو چې ژر تر ژره به د شکایتونو کمېسیون خپلې موندنې وروستۍ کړي او موږ ته یې را واستوي، تر څو موږ د هغو له مخې د پاتې ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړو او او څرنګه چې تاسو پوهېږئ، دغې پروسې وخت ونیوه او په هېڅ لامل دا خبرې پلمه کېدای نشي.”
‌د ښاغلي ابراهیمي په خبره، تر دې دمه د ۱۸ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان شوي او د کابل په ګډون د ۱۵ نورو پایلې پاتې دي.
ښاغلی ابراهیمي وایي، د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته یې د ولسي جرګې د انتخاباتو د پایلو نوملړ شکایتونو کمېسیون ته سپارلی و چې په ټاکل شوي وخت او په دې اړه اعتراضونه د قانون په چوکاټ کې وڅېړي او پایلې یې بېرته له دغه کمېسیون سره شریکې کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو د روان لمریز کال د میزان په ۲۸مه او ۲۹ مه تر سره شول چې ګڼ انتقادونه یې له ځان سره لرل.
له دې وړاندې په مقطعي ډول د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د مدني ټولنې او پر انتخاباتو د څارونکو بنسټونو له تندو غبرګونونو سره مخ شوې وې.
اوس د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو په اعلان کې ځنډ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون اندېښنې راپارولي دي.
له دې سره د شکایتونو کمېسیون کمیشنر نصیر فیاض ازادي راډيو ته وویل، د پنځو نورو ولایتونو لوګر، غور، بادغیس، پکتیا او هرات څېړنې هم بشپړې شوي او د نورو ولایتونو پایلې به هم په راتلونکي کې بشپړې شي.
دی زیاتوي:
“موږ هڅه کوو چې د ټاکل شوي قانوني وخت په مطابقت خپل کارونه خلاص کړو او اوس د پنځو ولایتونو کارونه بشپړ شوي او موږ هغه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په اختیار کې ورکړي، د شکایتونو حجم ته په کتو دغه پروسه وخت نیسي.”
په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر او د انتخاباتو د چارو پوه نجیب الله احمدزی وایي، د انتخاباتي کمېسیونونو ترمنځ نه همغږي د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو په اعلان کې د ځند لامل ګرځېدلې ده.
هغه ټینګار وکړ چې انتخاباتي کمېسیونونه باید د ولسي جرګې د انتخاباتو ورستیو پایلو د روڼوالي لپاره له یو بل سره په پوره همغږۍ کار وکړي، تر څو د دغو انتخاباتو د ورستیو پایلو اعلان هم خلکو او هم نوماندانو ته د منلو وړ وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array