برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

حکومت د کار په دوام د اشرف غني تاکيد

آریانانیوز: د یورپوټ له مخې محمد اشرف غني پرون په دغو مراسمو کښې هغه سياستوالان چې د کابل د حکومت د کار ختمول غواړي د افغانستان د اساسي قانون په خلاف په کودتا تورن کړل او وې ويل، د کابل حکومت به د افغانستان د ولسمشر تر راتلونکو انتخاباتو پورې خپل فعاليت ته دوام ورکړي.
افغان ولسمشر په دغو مراسمو کښې په ټول هېواد کښې رڼو انتخاباتو په جوړولو باندې په تاکيد سره زياته کړه، نن هغه د ولسمشرۍ د يو نامزد په توګه نه بلکه د افغانستان د اوسني ولسمشر په توګه د دغه هېواد د خلقو خدمت کوي.
د افغانستان د اساسي قانون د يوشپېتمې مادې له مخې د ولسمشرۍ کاري دوره د مۍ په ۲۲ نېټه ختميږي.
څو ورځې مخکښې د افغانستان د سترې محکمې غړيود ولسمشرۍ ترراتلونکي انتخاباتو پورې د دغه هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني کاري دوره تمديدکړه. ټاکل شوې ده د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د اتلسونامزدو په ګډون سره د روان ميلادي کال د ستمبر په اتويشتمه نېټه کيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي