برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

حکومتی ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله

آریانانیوز: د بلخ ولایت د چارواکو په قول طالبانو تېره شپه د عالم خیل په سیمه کې پر یوې پوستې برید وکړ چې له امله یې اته تنه پولیس ووژل شول
د بلخ ولایت د لویې لارو د پولیسو قومندان فواد صالح رسنیو ته ویلي چې په پوسته کې ټول ۱۴ تنه وه، اته یې وژل شوي او شپږ تنه یې نور ټپیان شوي دي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې په دغه برید کې لس تنه پولیس د بصیر په نامه قومندان په شمول وژل شوي او په وینا یې دغه برید د نفوذي عسکر په واسطه ترسره شوی څوک چې توانیدلی تر دوی ځان ورسوي
بلخوا د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د ملي اردو ۷ تنه عسکر وژل شوي دي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي
د تخار ولایت د دفتر څخه رسنیو ته په ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي چې دغه پيښه هغه مهال را منځته شوه کله چې طالبانو په ډله ییز ډول پر یوې پوستې پراخ برید وکړ
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ویلي د طالبانو په دغه تعرضي برید کې ۱۱ تنه طالبان هم وژل شوي دي
خو د طالبانو ویاند خپل اړخ ته د تلفاتو اوښتو څخه انکار کړی او ویلي يې دي چې ددوی په برید کې ۱۶ تنه دولتي عسکر وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي