برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حکمتیار صاحب وایې: دا جګړه ګټونکی نلري؟

کله چې پر یو هېواد یرغل کیږي هلته استعمار د خپلې بقاء او په سیمه کې خپلو مقاصدو ته د لاس رسي لپاره یو څو لاسپوځي واک ته رسوي، او دوهمه ډله بیا د ازادۍ لپاره خپله مبارزه پر مخ بیایې.



هلته بیا ضرور ګټونکی او بایلونکی موجود وي.
که یرغلګر خپلو اهدافو ته ورسید نو په سیمه کې فاتح دی او که په دې لاره کې مات او ګوډ شو نو ښکاره خبره ده چې شکست یې وخوړ.
امریکایانو له ۲۰۰۱کلونو راپدیخوا د سترو اهدافو او مقاصدو لپاره د تروریزم (طالبانو او القاعده) د محوه کولو په نامه پر افغانستان یرغل راوړ د خپلو مقاصدو تر لاسه کولو لپاره یې د نړۍ اسلامي او غیرې اسلامي هېوادونه جذب او په خپل صف کې ودرول، د خپلې مبارزې ظاهري اهداف یې رسنیز کړل لکه: طالبان له مینځه وړل، امنیت تأمینول، فساد ختمول او داسې نور …
په ډیر متکبرانه انداز یې طالبانو ته ګواښونه کول د نابودۍ نعرې یې وهلې او نړیوالو ورسره دا هر څه بدرګه کول.
د متکبرې امریکا په فرعوني غږ سره ټولو اسلامي او غیرې اسلامي هېوادونو د طالبانو سره سیاسي او نظامي روابط قطع کړل.
امریکا د جنګ په پیل کې خپل اهداف روښانه کړي ول او جګړې ته یې پرې ادامه ورکوله.
د اهدافو په سر کې یې د طالبانو ریښې له مینځه وړل و، خو دا دی وینو چې اوس طالبان لا پیاوړي شویدي هم په سیاسي او هم په نظامي ډګر کې، سیاسي روابط یې د نړۍ اکثریتو هېوادونو سره ترسیم کړیدي په نظامي ډګر کې یې امریکایي جنرالان د ماتې په اعتراف مجبور کړل.
د امریکا سیال هیوادونه چې روس او چین دی د تروریزم سره د جنګ په پیل کې د امریکا تر شا ولاړ و خو نن روس او چین طالبان په رسمیاتو پیژني د سیاسی روابطو ټینګول ورسره خپل حق ګڼي او هم روسان د طالبانو مبارزه د اشغال پر وړاندې بولي.
همداسي په کور دننه د ملي اردو او پولیسو په ګډون په ولسي کچه د طالبانو حقانیت ته منل کیږي او د طالبانو لیکې پياوړي کیږي، چې په حقیقت کې دا د فتحې معنا لري.
دوهم د امنیت تأمینول:
د نورو ولایتونو امنیت به پریږدو، په کابل کې او بیا د ارګ تر څنګ یې هم امنیت ندی راوستلی د کابل په زړه کې یې بار بار پر امریکایانو او د دوې په ملاتړو مرګونې ګذارونه کړیدي، پخپله نیکلسن وایې چې په کابل کې دوې ځمکني تګ نشي کولای.
د امریکا پخوانۍ سفیره سوزن رایس وایې:
حقیقت دا دی چې طالبان ځواکمن شوي د هېواد په دریمه برخه ولکه لري.
دا څه معنا لري.
له بلې خوا امریکایی مبصرین هم وایې چې د امنیت په برخه کې امریکا او ددوې ملاتړي ناکام دي.
د حکمتیار صیب او د ځینو نورو سیاسي شنونکو دا تصور چې دا جګړه ګټونکی نلري، تر ډېره ممکنه ده چې دا تحلیل غلط ثابت شي، څنګه چې پدې اشغال او تیر اشغال کې هېڅ توپیر نشته همداسې یې په فتحه کې هم فرق نشته .
دریم فساد له مینځه وړل:
که د فساد په برخه کې ووایو نو فساد یې دومره اوج ته رسیدلې چې هر کالې نړیوال ریکارډونه جوړوي، وزیر، وکیل او د نظام هر چارواکی یې له فساده خالي ندی.
د امریکا په لاس جوړ شوی نظام سږ کال په نړیواله سطحه په فساد کې څلورم نمبر راغی.
نظام یې د سر نه تر پښو پورې په فساد کې ککړ دی.
نو ویلی شو چې امریکا او ددوې ملاتړي ددې جګړې بایلونکی دي ځکه پخپلو اهدافو کې ناکام او له ماتې سره مخامخ شول.
نو حکمتیار صاحب او افغان سیاسي شنونکي دې مهربانی وکړي خپل تحلیل دې په پراخه او ازاد فکر سره کوي د خپل راتګ د توجیه کولو لپاره دې دا له خیانته ډکه جمله نه تکراروي چې دا جګړه ګټونکی نلري.
امریکا او دغه نظام څرګنده شکست خوړلی اهداف یې جام او خنثا شول، د افغانستان ولس او طالبان فاتحین او ګټونکي دي.
دا به ستر خیانت وي چې د استعمار پر شکست سترګې پټې کړو او دې جګړې ته د نه ګټونکی نوم ورکړو.
جمال ایوبي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي