برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

جنرال باجوه: د طالبانو د حکومت کارکردګي تر اوسه د قناعت وړ نه ده

آریانانیوز: د پاکستان د پوځ لوی درستیز وویل، پاکستان غواړي په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له نړیوالې ټولنې سره له نږدې کار وکړي.


د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي، تر اوسه د طالبانو په مشرۍ د حکومت کارکردګي د قناعت وړ نه ده، خو موږ باید صبر او زغم ولرو.

هغه وویل، په افغانستان کې د لسیزو جګړو د پاکستان پر اقتصاد، ټولنې او امنیت منفي اغېز کړی، له همدې امله پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له نړیوالې ټولنې سره له نږدې کار وکړي.

باجوه زیاته کړه چې د بهرنیو مرستو بندېدل او د بندیزونو دوام په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته کړی دی.

د شمېرو له مخې اوس مهال د افغانستان تر نیمايي ډېر نفوس له سختې لوږې سره مخ دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي