برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهور رئیس غني د پاکستان لپاره د برتانیا عالي کمیشنر خپل حضور ته ومانه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د پاکستان لپاره د برتانیا عالي کمیشنر توماس ډریو نن له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.


د پاکستان لپاره د برتانیا عالي کمیشنر د جمهور رئیس غني مدبرانه رهبرۍ ته په اشارې وویل، د کابل پروسې کنفرانس کې وسلوالو افغان طالبانو او پاکستان ته ستاسو د سولې بلنې او دولت په دولت د مذاکراتو وړاندیز د بحث ماحول ته مثبت بدلون ورکړی.

توماس ډریو د افغانستان او پاکستان تر منځ د دولت په دولت مذاکراتو پیل مثبت اقدام وباله او زیاته یې کړه، هېواد یې د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

جمهوررئیس غني د پاکستان لپاره د برتانیا عالي کمیشنر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، سوله د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب دی. هغه زیاته کړه، خلکو ته د ارام او سوکاله ژوند د برابرولو لپاره موږ هر ډول اقدام ته چمتو یوو.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، موږ حاضر یوو چې د دولت په دولت مذاکراتو له لارې له پاکستان سره ټول مسایل په اساسي توګه حل کړو. هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کېدل او د دواړو هېوادونو خلکو ته د هوسا او سوکاله ژوند برابرول مهم وبلل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي