برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهور رئیس غني د ټرانسپورټ اتحادیې مسوولینو سره وکتل

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په ګلخانې ماڼۍ کې د ټرانسپورټ سراسري اتحادې مسوولینو او غړو سره وکتل.


په دې کتنه کې چې د ټرانسپورټ وزیر محمد حمید طهماسي او د ځینو ادارو مسوولینو هم حضور درلود، په پیل کې د ټرانسپورټ اتحادیې رئیس طلامحمد اتمانزي په لویو لارو، بندرونو، د باقیدارۍ، مالیې، د موټرو د اسنادو او نورې اړوندې ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.

د ټرانسپورټ وزیر محمدحمید طهماسي وویل، د ترانسپورټرانو ستونزې به د شته قوانینو او لایحو مطابق له اړوندو ادارو سره په ه

مغږۍ او همکارۍ حل کړي. نوموړي وویل، د کډوالو افغانانو د موټرو د اسنادو د ستونزې د حل په موخه کارتونه برابر شوي چې د اړوندو پړاوونو له بشپړولو وروسته به په نږدې راتلونکي کې ووېشل شي.

د کورنیو چارو وزارت معین جانان بارکزي وویل، له ټرانسپورټرانو سره د تېرې غونډې د پرېکړو او د جمهور رئیس د لارښوونو په رڼا کې یې د دوی ستونزې حل کړي او د لا ښې رسیدګۍ په موخه به خپل یو استازی تخنیکي کمېټې ته هم معرفي کړي.

د فواید عامې وزارت معین عبدالرحمن صلاحي د وسایطو د کنټرول مقررې د تطبیق ترڅنګ وویل، داخلي طرزالعمل یې جوړ کړی او د ټرانسپوټرانو د وزن د زیاتوالي غوښتنه د نورم خلاف ده او د وزن د کنټرول لپاره یې ګرځنده کنټرول هم ایجاد کړی.

جمهور رئیس غني له ټرانسپوټرانو وغوښتل چې د ستونزو د حل او د اسانتیاو د ایجاد په موخه اتحادیې جوړې کړي. هغه ټینګار وکړ چې خلکو ته د لا ډېرو اسانتیاو د برابرولو په موخه باید په دې برخه کې فعال او ځواب ویونکی سیستم رامنځته شي.

جمهور رئیس د چارو ادارې مرستیال خان ولي خان بشرمل ته لارښوونه وکړه، چې د ټرانسپوټرانو د ستونزو د ارزونې لپاره یوه تخنیکي کمېټه وګوماري او د موندنو پایلې له جمهوري ریاست سره شریکې کړي.

جمهور رئیس په ټینګار سره وویل، هر څوک چې د ټرانسپورټرانو د ستونزو په برخه کې ملامت او په فساد کې ښکېل وپېژندل شي، نو له دندې به ګوښه او د مجازاتو لپاره به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

محمد اشرف غني همدارنګه د ټرانسپورټ وزارت او د نورو اړوندو ادارو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې له ټرانسپورټرانو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه په ګډه واضح طرحه ترتیب او له جمهوري ریاست سره شریکه کړي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، د کابل ښاروالۍ په چوکاټ کې د ټرانسپورټ لپاره ځانګړی معاونیت ایجادېږي. هغه زیاته کړه، په ښار کې د ککړتیا او لارو د بندښت د مخنیوي په موخه دې په ښاري بسونو پانګونه وشي.

د هېواد جمهور رئیس ټرانسپورټرانو ته ډاډ ورکړ چې حکومت د لویو لارو او د ښار د داخلي ټرانسپورټ لپاره د پانګونې او ټرانسپورټي شرکتونو د مشارکت فرصتونه برابروي او له دوی یې وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي