برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل

آریانانیوز: پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په خاطر ۴ ورځو لپاره تړلې تورخم دروازه یې نن سهار بېرته خلاصه کړه.
مسافر او باروړونکيګاډی اوس کولی شي چې نه یوازې د تورخم بلکې د چمن پر کرښه هم اخواته واوړي.
د پاکستان حکومت د زیارت په ورځ اعلان کړی و چې تر اتبار پورې به د څلورو ورځو لپاره له افغانستان سره خپلې ټولې لارې تړلې وساتي، په داسې حال کې چې له ټاکنو څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر غني د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ته په ټلیفوني تماس کې ویلي وو چې د ولسمشریزو ټاکنو په امنیت کې ورسره مرسته وکړي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي