برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تعويزګر د فاریاب اربکی دی

آریانانیوز: په ټولنيزو رسنيو کې د تعويز ليکونکي جادوګر رسول لنډي له لوري له خپلو مراجعينو ښځو د جنسي استفادې غير اخلاقي ويډيوګانو پراخ غبرګونونه پارولي او وروستيو پلټنو ښودلې، چې دغه تعويز ليکونکی جادوګر د فارياب د اربکيانو غړی دی.


د فارياب علماوو، د ولايتي شورا او عام خلک د دغه تعویزګر له لوري د خپرو شوو غیر اخلاقي ويډيوګانو له امله پارېدلي او د هغه د سنګسارولړ غوښتنه يې کړې ده.
په ټولنيزو رسنيو کې يو شمېر هغه ويډيوګانې خپرې شوي، چې دغه اربکي جادوګر د سيمې له ساده ښځو په چل او فريب جنسي استفادې کړي او ويډيوګانې يې ترې ډکې کړي دي.
د فارياب د علماوو شورا مرستيال مولوي غلام نبي غفوري وایی چې تعویزګر ملا نه، بلکې کوډګر او اربکی دی، د سيمې د يو شمېر ساده لوحو ښځو څخه يې به چل او فرېب جنسي استفادې کړي، له هغوی يې ويډيوګانې ډکې کړي او بيا يې له هغوی د پيسو غوښتنه کړې ده.
د مولوي غفوري په وينا دغه کوډګر اربکي تر دې وړاندې په په مزار شريف او ترکيه کې هم دغه ډول غیر اخلاقي کارونه کړي، له ښځو يې فلمونه ډک کړي او بيا يې پرې هغوی ګواښلي او پيسې يې ترې غوښتي دي.
مولوي غفوري د يوه دولتي چارواکي په حواله ويلي، چې دغه کوډګر له خپلو مراجعينو په قصدي توګه فلمونه ډکوي، بيا همدا ښځې بېرته ګواښي او له دې لارې يې لکونو روپۍ پيدا کړي او اوس هم د ترکيې په يوه بانک کې يو نيم ميليون افغانۍ لري.
مولوي غفوري ويلي، چې د رسول کوډګر اربکي له لوري د دغه ډول فحش ويډيوګانو له خپرېدو ورسته د سيمې خلک او علما د ملي امنيت ولايتي رئيس ته ورغلل، له هغه يې د دغه کوډګر اربکي د نيولو غوښتنه وکړه، خو تر اوسه حکومت د هغه د نيولو په اړه کوم ګام نه دی اخيستی.
د مولوي غفوري په وينا رسول اربکی اوس هم د پښتونکوټ ولسوالۍ کې د اربکيانو له ځايي قوماندان عظيم سره کار کوي او د هغه ملاتړ ورسره دی.
د فارياب علما وايي، چې حکومت ځکه د رسول کوډګر د نيولو لپاره ګام نه اخلي، چې نوموړی د طالبانو پر ضد جګړه کوي او دغو خلکو ګواښ کړی، که حکومت رسول کوډګر ونه نيسي، دوی به اړ شي، چې په خپله د هغه پر ضد ګام پورته کړي؛ ځکه چې د دغه کوډګر له امله د فاریاب د خلکو غیرت او ناموس ته شرم پېښ شوی او هېڅکله يې نه شي زغملی.
د فارياب د ولايتي شورا مرستيال صبغت الله سېلاب ويلي، چې دغه جادوګر رسول لنډی نوميږي او ځايي پولیسو او کشفي ارګانونو په مرسته يې د نيولو هڅې روانې دي.
د سېلاب په وينا دا ويډيوګانې وروسته تر هغه ټولنيزو رسنيو ته راووتې، چې د رسول لنډي مبایل ترې ورک شو او اوس له مستعارو ادرسونو په فيسبوک کې دغه فحش ويډيوګانې خپريږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي