برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تر 30 زیات دولتي سرتیري وژل شوي

د فراه ولایت په مرکز، بالابلوک او جوین ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په بریدونو کې ګڼ شمېر امنیتي سرتیري وژل شوي.


د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختور وایي، تیره شپه د دوراهي سیمه کې وسلوالو طالبانو د نظم عامه 23 سرتیري وژلي، 3 ټپیان دي او 5 تنه نور یې ژوندي له ځان سره بیولي.
نوموړي زیاته کړي چې مخالفو وسلوالو د مرکز اړوند سیمو کې پر عملیاتي قطعې هم برید کړی چې د یادې قطعې د قومندان مبارک شاه په ګډون یې 13 تنه وژلي.
بلخوا طالبانو د یاد ولایت د جوین ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د نیولو دعوه کړې او وایي چې ګڼو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د فراه ولایت د ولایتي شورا یو غړی وایي که کومکي سرتیري ور ونه رسیږي، ولسوالي به ډیر ژر د وسلوالو په لاس سقوط شي.
دا راز یوې حکومتي سرچینې هم د تیرې شپې په جګړه کې د اضافي سرتیرو د ټولۍ د قومندان مبارک شاه د وژل کیدو خبر تأیید کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت رسمي سرچینو د پیښې په تړاو تر اوسه څرګندوني نه دي کړي.

شریک یي کړئ!