برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

بهرنیو چارو وزارت خپل سفیر داسلام آباد څخه وغوښتل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په دی اړه رسنیو ته وویل، دا اقدامات‌یې د افغانستان په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان په وروستیو «بې‌مسؤلیته» څرګندونو د اعتراض په توګه کړي دي.


عمران خان د دوشنبې په ورځ ویلي و، د افغان حکومت دریځ د افغانستان د سولې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.
د نوموړي په وینا د یو مؤقت حکومت جوړول د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره یوازنی لاره ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبعت احمدي دا ډول څرګندونې د افغانستان په چارو کې د پاکستان څرګنده لاس‌وهنه وبلله.
نوموړي وویل:
“دا ډول څرګندونې څوم ځل دی چې د پاکستان د صدراعظم له‌خوا تکرارېږي. دا ډېره څرګنده مداخله ده او د پاکستان د لاس‌وهنې د پالېسۍ یوه ښکاره بېلګه ده.”
د صبغت احمدي په وینا، کابل ته په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر له ستنېدو او له نوموړي سره تر مشورې وروسته به له رسنیو سره جزئیات شریک شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي