برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۱ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله

دیوراپورپه اساس د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان سرتيری بريد ترسره شو چې ویل کیږی بهرنيانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


د کندهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مشر قسیم افغان تأيید کړې چې د يادې ولسوالۍ اړوند په عبدالله کلي کې پر بهرنيو ځواکونو سرتیری برید ترسره شوی دی. خو هغوی ته د اوښتي مرګ ژوبلې او د هغوی د هویت په اړه یې له تفصیلاتو ورکولو ډډه کړې ده.
بلخوا ځینو ځايي سرچينو د شپږو رومانيايي عسکرو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی خو د مړو په اړه چوپه خوله دي.
د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ویلي چې دوی ته د پيښې په تړاو خبرونه رسیدلي خو لا یې په اړه معلومات را ټولوي.
د کندهار امنیتي سرچینو ویلي چې په دغه چاودنه کې ۱۱ تنه ماشومان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
یو تن عیني شاهد وایي چې بهرنیو ځواکونو له چاودنې وروسته پر عامو خلکو او ماشومانو ډزې وکړې او تر شلو پورې خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله چې له امله یې ملکیانو ته مرګ ژوبله ورسیده.
د کندهار د پولیسو مرستیال ویاند مطیع الله هلال هم د پيښې په تړاو ویلي چې په پېښه کې ۱۱ تنه ماشومان چې د پيښې ځای ته نیژدې په یوه مسجد کې په سبق ویلو بوخت وه، ووژل شول او د ماشومانو په ګډون ۹ تنه نور ملکیان ټپیان شول.
نوموړي د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د څرنګتیا په اړه څه نه دي ویلي. خو ویلي يې دي چې په دغه پېښه کې ۵ رومانیايي عسکر او دوه پولیس ټپيان شوي دي او د بهرنیو ځواکونو د کاروان یو شمېر موټر هم زیانمن شوي.
تر اوسه د بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي