برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بهرنیان او د هغوی افغان همکاران د ۸۲ سلنه ملکي تلفاتو مسؤل دي

آریانانیوز: طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي او شکایتونو د اورېدو کمیسیون په حواله د روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو د ملکي تلفاتو اړوند راپور خپور کړی دی.



په دې راپور کې چې د ملکي تلفاتو اړوند ټولې ۴۹۹ پېښې ثبت شوې، بهرنیان او د هغوی افغان همکاران پکې ۸۲ سلنه مسؤل بلل شوي دي.
د دې راپور په بنسټ په ټولو پېښو کې ۱۹۳۱ عامو وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده، چې پکې ۱۸۳ مېرمنې او ۱۶۲ ماشومان هم دي.
په راپور کې راغلي: «۳۳۶ پيښې د امريکايانو، د مزدورې ادارې ملي اردو، پوليسو او اربکيانو له خوا رامنځته شوې دي. ۵۸ پيښې د داعش او یا نامعلومو کسانو له خوا او ۱۸ پيښې د خلکو تر منځ د خپل منځي شخړو له کبله پيښې شوې دي.»
یوناما تېره ورځ د تېرو شپږو میاشتو اړوند ملکي تلفاتو په راپور کې د ۵۱۲۲ پېښو خبر ورکړی و، چې پکې ۱۶۹۲ تنه وژل شوي او ۳۴۲۰ نور ټپیان دي.
د یوناما د راپور له مخې په وژل شویو کې ۵۴۴ ښځې او ۳۶۳ تنه ماشومان هم شامل دي او همدارنګه په ټپیانو کې ۹۹۲ ماشومان او ۳۸۷ ښځې هم ټپيانې شوې دي.
دوی په دې راپور کې بهرنیان یوازې دوه سلنه مسؤل بللي و، افغان عسکر يې ۱۷ سلنه او طالبان يې ۴۰ سلنه د ملکي تلفاتو اړوند ملامت بلل.
طالبانو دغه راپور د دوی پر وړاندې د پروپاګند د توکو برابروونکی وباله او په کلکه يې رد کړ.
طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې وویل، یوناما د بهرنیانو او افغان حکومت پر جنایاتو پرده اچوي، په داسې حال کې چې د بهرنیو او کورنیو عسکرو له لوري « په متواتر ډول په افغان کلیو او قصبو باندې بمبارونه اوچاپې روانې دي، ملکي تأسیسات، لکه مدارس، کلینیکونه، عامه کورونه، باغونه، بازارونه او نور ملکي ځایونه د امریکایانو تر مسلسلو بریدونو لاندې دي چې افغان اولس ته په خورا بې رحمۍ سره درنه مرګ ژوبله اوړي.»
یاده دې وي د ملکي تلفاتو اړوند د یوناما په راپورونو کې اربکیان هم په ملکي وګړو کې یادېږي.
په تېرو دوو اونیو کې په خوست، لوګر، ننګرهار او پکتیا کې د بهرنیانو او افغان ځواکونو له لوري د درنو ملکي تلفاتو راپورونه ورکړل شول.
زرمت کې دوه ورځې وړاندې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې شاوخوا ۴۴ تنه ملکي وګړي ووژل شول، چې توند غبرګونونه يې را وپارول.
په تېرو شپږو میاشتو کې اپریل میاشت کې کندوز د هغې خونړۍ پېښې شاهد و، چې د دشت ارچي دفتاڼو بازار کې پر مدرسه بمبار کې د لسګونو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۵۰ تنه ولسي وګړي ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي