برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بهرنیانو هوايي برید کې ۱۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

آریانانیوز: د کندوز ولایتي شورا وايي د دې ولایت چهاردره ولسوالۍ کې د بهرنیانو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۱۳ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.



د دې شورا غړي خوش محمد نصرتیار رسنیو ته ویلي، بهرنیو ځواکونو نن غرمه مهال د چهاردرې ولسوالۍ په خلازي کلي کې دغه برید وکړ، چې ښايي د تلفاتو شمېره تر دې هم لوړه شي.
د دې ولسوالۍ ولسوال زلمي فاروقي هم د بمبار پخلی کړی، خو له تلفاتو يې نا خبري ښوودلې.
د کندوز د کمانډو ځواکون د ارکان رییس سیف الدین عزیز بیا په دې بمبار کې افغان ځواکونه هم شریک بولي او دعوه کوي چې ټول وژل شوي طالبان دي.
هغه وايي دوی په یاده سیمه کې د بهرنیانو په ملګرتیا عملیات پیل کړي او د نن غرمې بمبار کې ټول وژل شوي طالب سرتېري دي.
د سیمې ځايي اوسېدونکي وايي چې د وژل شویو شمېره تر ۲۸ تنو هم لوړه ده، د دوی په وینا په بمبار کې د مدیر شیرین اغا د کور په ګډون درې کورونه په نښه شوې دي، چې د مدیر شیرین اغا د کورنۍ نږدې ټول غړي وژل شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په سیمه کې د بمبار پخلی کړی او پخپله ټویټر پاڼه يې لیکلي: «نن ماسپښين د کندز چهاردره ولسوالۍ خلازیو سیمه کې امریکايي الوتکو کلی بمبار کړ چې له امله يې ۳ کورونه مکمل ونړیدل، ۲۸ تنه عام هیوادوال چې اکثره په کې ښځې اوماشومان دي شهیدان شوي چې جسدونه يې تر خاورو لاندې دي.»
دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې په خوست، لوګر، ننګرهار او پکتیا کې هم د هوايي بریدونو له امله لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله واوښته، چې توند غبرګونونه يې را وپارول.
یاده دې وي نږدې درې میاشتې وړاندې د کندوز په دشت ارچي کې هم هوايي برید د ګڼو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل او تر ۲۰۰ ډېر نور يې ټپیان کړل، چې تر دریو اوونیو پورې يې دفاع وزارت وژل شوي ټول طالبان بلل، خو یاده موده وروسته ارګ بښنه وغوښته او ويې ومنله چې ولسي وګړي يې په نښه کړي دي.
دوه ورځې وړاندې د یوناما د ملکي تلفاتو په راپور کې په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې دوه سلنه بهرنیان مسؤل بلل شوي و.

شریک یي کړئ!