برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۶ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

امیرخان متقي: د پاکستان غوښتنې د کابل په لاس کې نه دي

امیرخان متقی وویل چې د افغان مهاجرینو په اړه د اسلام اباد غوښتنه د هغو غوښتنو پوره کول دي چې د کابل په واک کې نه دي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سړې موسم له پیل سره د اسلام اباد له خوا د افغان کډوالو ډله ییز اخراج د دې لپاره دی چې د کابل پر واکمن حکومت فشار راوړي چې د اسلام اباد غوښتنې ومني.

هغه زياته کړه، چې پاکستان د دغو فشارونو تر شا دوه موخې لري، چې د ده په وينا، افغان حکومت يې نه شي پوره کولاى. لومړی د تحریک طالبان پاکستان مسله ده چې د پاکستان داخلي مسله ده او د طالبانو له واک ته رسیدو مخکې په کابل کې شتون درلود. او دویم دا چې اسلام اباد له کابله تمه لري چې د ډیورنډ کرښه د یوې ګډې پولې په توګه په رسمیت وپېژني چې دا د هر افغان حکومت له کنټروله بهر او د ټول هېواد د خلکو مسله ده.

متقي وويل: دا د پاکستان خپلې داخلي ستونزې دي، پاکستان ډېر پياوړی پوځي ځواک لري، استخبارات لري او بايد پخپله د دې ستونزې مخه ونيسي او دا له افغانستان سره هيڅ تړاو نه لري.

تر دې مخکې پاکستان اعلان کړی و چې د روان کال د نومبر له لومړۍ نیټې به څه باندې یو میلیون او ۷۰۰ زره غیرقانوني کډوال چې ډېری یې افغانان دي، وباسي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي