برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امنیتي ځواکونو یو کلینیک پر راکټونو ویجار کړ

آریانانیوز: ننګرهار کې د عامې روغتیا مسؤلین وايي امنیتي ځواکونو په خوږياڼو ولسوالۍ کې فعال روغتيايي مرکز پر راکټونو له خاورو سره برابر کړی دی.


پژواک د یادې سرچینې په حواله وايي چې دې روغتون کې هره میاشت له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ تنو تداوي کېدل او د سیمې لپاره يې روغتيايي اسانتیا رامنځته کړې وه.
د عامې روغتيا رياست د ولسواليو د روغتيايي خدماتو مسوول ډاکتر شفيق الله شفق وايي دغه کلینیک د خوږياڼو په شیرزادو کې و، چې ۹۵ سلنه ودانۍ او وسایل يې له منځه وړل شوي دي.clinic-
د ننګرهار امنیتي مسؤلین هم مني، چې ځواکونو يې پر یو روغتيايي مرکز برید کړی دی، خو دعوه کوي چې غیر فعال و.
د ننګرهار له ملي امنیته خپره شوې خبرپاڼه کې دعوه شوې، چې د طالب سرتېرو یو مرکز يې له منځه وړی دی.
قومي مخور عین الدین وایی چې دې روغتيايي مرکز کې د خوږياڼو او شیرزاد ولسوالیو د هاشم خېلو او نکړخېلو کلیو په ګډون د پنځوسو کلیو لپاره روغتیايي خدمات وړاندې کول.
دا لومړی ځل نه دی چې امنیتي ځواکونه د طالبانو د واک سیمو ته څېرمه یا تر واک لاندې ساحو کې روغتيايي مرکزونه نړوي.
تر دې وړاندې يې په میدان وردګ، پکتیکا، هلمند، کندوز او ګڼو نورو ولایتونو کې روغتيايي مرکزونو په خاورو بدل کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي