برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امنیتي ځواکونو له قرارداديانو ۷۸۰۰۰۰ډالر غلا کړي

آریانانیوز: د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار بنسټ (سیګار) په یوه هیښوونکي راپور کې څرګنده کړي، چې افغان امنیتي ځواکونو د ټوپک په مټ ډیری قراردادیان نیولي او په کانتینرونو کې یې بند کړي دي.



واشنګټن ټایمز، د سیګار د راپور په اړه لیکي چې له 2011 کال اګست څخه د 2013 م کال نومبر پورې شاوخوا د 8 لکه ډالرو سامان آلات افغان امنیتي ځواکونو د امریکایي شرکتونو له قراردادیانو ضبط کړي دي.
دغه راپور چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی؛ د بیارغونې لپاره د مرستو د څارونکي بنسټ (سیګار) په وینا، د متحده ایالاتو پوځ درې قراردادونه، دریو هغو امریکایی شرکتونو ته ورکړي، چې هغوی ته د ښه کارکردګي له امله مډال ورکول شوی وو، خو افغان امنیتي ځواکونو هغوی په زور مجبور کړي چې د دوی د ارادې او خوښي خلاف په بل ځای کې کار وکړی. او هم یې له قراردادیانو نه د څه کم یو میلیون ډالرو په ارزښت سامان آلات هم پټ او یا ضبط کړي دي.
په راپور کې راغلي، د قراردادیانو یو استازي ورته ویلي چې د دوی کارکوونکي چې ټول افغانان دي؛ د ټوپک په زور نیول شوي او په کانتینرونو کې په ورځو او ساعتونو بند کړل شوي، ترڅو له هغو سامان آلاتو څخه هم تېر شي چې د کمپنۍ او قراردادیانو خپل ملکیت وو.
په راپور کې ویل شوي چې د 2011 کال له اګست څخه نیولي د 2013 کال تر نومبر پوري 296 پېښي ثبت شوي چې له جملې څخه یې 71 هغه دي چې د قراردادي شرکتونو کارکوونکي له شکنجې، ډار او جدي ګواښونو سره مخ شوي. او سامانونه تري اخیستل شوي.
سیګار، د بیلګې په ډول زیاته کړي چې افغان امنیتي ځواکونو “د قراردادي کارکوونکو د سرونو ویښتان ور پري کړي” کله چې به قراردادیانو د دوی له غوښتني څخه انکار کاوه.
واشنګټن ټایمز د سیګار د راپور په حواله لیکي، افغان امنیتي ځواکونو د فزیکي شکنجې په نتیجه کې د اکسیجن او ویلډینګ ماشینونه، همدارنګه دفتري آلات، لکه کمپیوټر، پرینټر او نور اړوند شیان ضبط کړي دي.
سیګار وایی، د امنیتي ځواکونو له لوري انجینران اړ ایستل شوي، ترڅو په سلګونه زره ډالر هغوی ته رشوت ورکړي.
د سیګار په وینا، امنیتي ارګانونه لکه قول اردوګان هم له دې ډول پیښو نه وخت په وخت خبر کړل شوي، خو د تعقیب لپاره یې کوم میکانیزم او پلان نلري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي