برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکايي ځواکونو یو هلک په موټرو وژل

د کابل ښار په مسعود څلور لارې کې د امریکايي ځواکونو موټریز کاروان یو هلک په موټر وهلی او وژلی دی.


پېښه پرون غرمه ۱۲ بجې شاوخوا را منځته شوې.
د پيښې سمدستي وروسته امریکايي موټر له صحنې څخه تښتېدلې او هلک یې د سړک پر غاړه مرګ ته پرې ایښی دی
د پيښې وروسته خلک را ټول شوي او پر څلور لاری یې د امریکایانو پر ضد لاریون کړی او لاره یې د ترافیک پر مخ تړلې ده.
باید وویل شي چې تېره اونۍ هم بهرنیانو دوه تنه په موټر وهلي وه چې په اړه یې ډول ډول خبرونه ورکول شوي وه.
ځینو سرچینو ویلي وه چې دوه تنه ماشومان یې ځای پر ځای وژلي او یوه مېړه او ښځه یې ټپيان کړي دي، خو ځینو نورو سرچینو بیا ویل چې یو تن وژل شوی او بل د کوما په حالت کې روغتون ته رسیدلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي