آریانانیوز: دیو راپورپه اساس اشرف غني ته یوې نژدې سرچینې ویلي، ولسمشر به د یکشنبې په ورځ له خپلو دوو مرستیالانو سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د نوم لېکنې په موخه و خوځیږي.
سرچینې زیاته کړې ده چې د ولسمشر غني په انتخاباتي ټکټ کې به سرور دانش بیا هم ورسره دوهم مرستیال وي.
له بلې خوا د مرغومې په ۲۸مه محمد حنیف اتمر د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندید په توګه رسماً خپله نوم لیکنه کړې ده.
د ښاغلي اتمر په انتخاباتي ټکټ کې محمد یونس قانوني د لومړي او محمد محقق د دوهم مرستیال په توګه معرفي شوي دي. د افغانستان د ولسمشرۍ را روانو ټاکنو ته تر ۸ ډېرو نوماندانو خپل نومونه ثبت کړي دي.