برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ دی , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

امرالله صالح: د طالبانو مشر ملا هبت الله مړ شوی دی

آریانانیوز: د افغانستان پخوانی مرستیال ولسمشر ادعا کوي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله مړ شوی او د پاکستان استخباراتي اداره (آی ایس آی) اوس د هغه دنده پرمخ وړي.


صالح په خپله ټويټر پاڼه کې دا هم ليکلي، چې يو کم شمېر طالبان د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا له جوړ شوي کټارو څخه د ټوټو د ليرې کولو فلم اخلي.

د هغه په وينا، د افغانستان او پاکستان پر پوله د اغزن سيم لګول د آی ایس آی يوه هڅه ده چې طالبانو ته د ملي هويت احساس ورکړي.

د افغانستان د فراري ولسمشر اشرف غني پخواني مرستیال هم ویلي: د دې په پام کې نیولو سره چې آی ایس آی د وژل شوي ملا هبت الله دنده ترسره کوي، دا مهال داسې کټارو ته اړتیا نشته.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو د مشر د مړینې په اړه اوازې تر دې وړاندې هم د یو شمیر افغان سیاستوالو لخوا خپرې شوې دي.

 

شریک یي کړئ!