برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغان کډوالو ته د پاکستاني شناختي کارډونو د ورکولو لپاره ګامونه پيل

آریانانیوز: د پاکستان د کورنيو چارو وزارت افغان او بنګالي کډوالو ته د پاکستاني شناختي کارډونو د ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.


د پاکستان د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، چې څلورو واړو ايالتي حکومتونو ته لارښوونه شوې، چې د غیر راجسټر افغان کډوالو او نورو بهرنيانو په اړه معلومات مرکزي حکومت ته ولېږي.
د سرچينې په حواله د کورنيو چارو وزارت سره د ديارلس لکه غیر راجسټر افغان کډوالو په اړه معلومات شته، خو د هغوی د کورونو او اوسېدو ځایونو په اړه معلومات نه لري.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې دوی يو ځل بيا په داسې حال کې د افغان کډوالو په اړه د کره معلوماتو د راټولو لپاره نوو ګامونو ته اړتيا لري، چې ګڼ شمېر افغان کډوال له خپلو کمپونو وتلي او ځينې يې بېرته خپل هېوادته ستانه شوي دي.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېره ورځ په کراچۍکې يوې غوونډې ته وويل، چې افغان او بنګالي کډوالو ته به پاکستاني شناختي کارډونه او پاسپورټونه ورکړي او دغه کډوال به د پاکستان د نورو اتباعو په شان برابر حقونه ولري.
د عمران خان په وينا دلته مېشت کډوالو سره بايد انساني تعامل وشي او له دې لارې د جرمونو او نا امنيو د زياتېدو مخنیوی وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي