برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

افغان ځواکونه د ترهګرو په نوم عام افغانان وژني

آریانانیوز: د ترکیې مشهور تلویزوني چینل TRT په یوه مستند راپور کې ویلي چې افغان پوځیان په زیاتو عملیاتو کې ملکي افغانان د تروریستانو په نوم وژني.



یادې سرچینې په هلمند کې د ځانګړو ځواکونو لخوا وروستیو عملیاتو ته اشاره کړې چې په ترڅ کې یې دوه تنه میرمنې د ګډوځواکونو لخوا په خورا قساوت سره له کورونو یوړول شوې او له یوه پراخ ولسي لاریون وروسته بیرته را خوشې شوې.
د مطلب لیکوال «عمران فیروز» وایي، په دغه پیښه کې ګډوځواکونو څو بیګناه افغانان په مخامخ ډزو ووژل او د یوې ښځینه ډاکټرې په ګډون یې دوه میرمنې له ځانه سره یووړې.
راپور زیاتوي، دا حمله د پخواني ولسمشر حامدکرزي لخوا په سختو ټکو وغندل شوه او دا یې د بشري حقونو سرغړونه او لوی انساني جرم وباله.
ټي آر ټي وایي، د اشرف غني اداره همیشه د خپل ځان په ګټه خبر ورکوي او تر دې پیښې وروسته یې یادې دواړه میرمنې له القاعده ډلې سره تړاو درلودونکې یادې کړې، خو د دولتي چارواکو پر دې ادعا هیڅوک هم باور نه شي کولی ځکه چې په وینا یې د کابل اداره په منظمه توګه د تروریستانو پر وړاندې له جګړې نه غلطه استفاده کوي، په لوی لاس عام افغانان وژني او بیا پرې د ترهګر ټاپه لګوي، چې وروسته بیا یادې سیمې ته د خبریالانو لپاره اجازه هم نه ورکول کیږي تر څو د سیمې له خلکو سره خبرې وکړي او مستند راپور جوړ کړي.
راپور وایي، د حکومت دا ادعا چې ګواکې دا میرمنې د القاعده ډلې اړوند وې، د نه منلو ده ځکه لا تر اوسه ناټو هم نه پوهیږي چې ایا افغانستان کې اوس هم القاعده شته او که نه.
رسنۍ د خلکو اعتراض ته هم پاملرنه کړې چې په وینا یې، له دې لوی ولسي اعتراض نه هم جوتیږي چې افغان پوځیانو خپل عام افغانان په نښه کړي، نه د نورو هیوادونو اتباع.
ټي آر ټي د هلمند د ولایتي شورا د رئیس قول هم را اخیستی چې ویلي یې دي، په دې عملیاتو کې په ټولییز ډول ملکیان نښه ګرځول شوي او هیڅ وسلوال پکې شتون نه درلود.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي