برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغان عسکر د کندهار وضعیت نه‌شي کنټرولولی

آریانانیوز: اسوشټیډ پریس د دې امریکايي پوځي چاروکاي له خولي وايي، پر دې سربېره د رازق وژنه د دوی افغان همکاران د دوی له دوستي نه‌شي په شا کولی.


په کندهار ولایت مقام کې د جنرال رازق له وژل کېدو یوه ورځ وروسته، د بهرنیانو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم وویل، چې یو ښه ملګری يې له لاسه ورکړ.
جوزف ووټل وايي د رازق په وژل کېدو به د دوی د افغان ملګرو روحیه کمزورې نه‌شي او د دوی دوستي ته به دوام ورکړي.
افغان عسکر د بهرني تر قومنده لاندې
پر دې سربېره اعتراف کوي چې امنیتي ځواکونه یوازې د کندهار ولایت وضعیت هم نه‌شي کنټرولولی.
وړاندې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس هم ویلي و، چې د رازق وژل یوه پېښه وه، خو دومره لویه پېښه نه ده چې د دوی پر ماموریت به اغېز ولري.
نیویارک ټایمز ولیکل، چې امریکا له یوه اخلاصمن دوسته بې برخې شوه، چې که په یاد زون کې امریکا بل ورته اخلاصمن مزدور پیدا نه کړي، نو مجبور دي چې خپلې چارې پر مختلفو کسانو وویشي.

جنرال رازق تېره پنجشنبه (۲۶تلې) د کندهار ولایت مقام کې د ننه د طالبانو نفوذي ملګري په مخامخ برید کې وواژه، چې ورسره د دې ولایت د استخباراتو مشر جنرال عبدالمومین هم ووژل شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي