برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغان خالد هوتک د برونز مډال وګاټه

آریانانیوز: په اسیایي اولمپیک سیالیو کې د افغانستان لوبغاړي خالد هوتک په مارشل ارټ یا چینایي کوانګفو کې خپل پاکستاني او لاوسي سیال ته ماتې ورکړه او د برونز مډال یې وګاټه.


په اندونیزیا کې ترسره کېدونکې د ۲۰۱۸م کال اسیایي اولمپیک سیالیو کې خالد هوتک تر دې دمه یوازینی لوبغاړی دی چې افغانستان ته یې مډال وګاټه.
نوموړي په ووشو (Wushu) سیالیو کې لومړی خپل «پاکستاني» او «لاوسي» سیالانو ته ماتې ورکړه، چې د برونز مډال یې وګاټه، د سرو زرو مډال لپاره د چینایي سیال سره د چهارشنبې په ماښام وجنګېد خو بریالی نشو.
خالد هوتک لومړی خپل پاکستانی سیال شا سید مراتب علي په دوه صفر مات کړ، وروسته یې خپل لاوسي سیال ته په ۲-۰ ماتې ورکړه، په همدې ډول یې د سرو زرو مډال لپاره د چینایي سیال سره سیالۍ شوه خو په ۲-۰ یې ماتې وخوړه.
خالد هوتک د خپلې بریا په اړه وایي:
زه په خپله لاسته راوړنه ډیر خوښ یم، او هیله لرم چې افغانستان ته به په راتلونکو سیالیو کې نورې لاسته راوړنې هم ولرم.
په اسیایي اولمپیک سیالیو کې چین هېواد تر ټولو مخکې دی چې تر دې دمه یې ۷۲ سرو زرو، ۵۱ د سپينو زرو او ۳۰ برونز مډالونه ګټلي دي، ورپسې د جاپان هېواد دی چې ۳۴ یې د سر زرو، ۳۲ یې د سپینو زرو او ۴۴ یې د برونز مډالونه ګټلي، خو افغانستان تر دې دمه یوازې یو مډال ګټلی دی.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان لخوا په اسیایي اولمپیک سیالیو ۱۸م پړاو کې د ګډون لپاره د افغانستان ورزشي لوبغاړي په بېلا بېلو برخو کې د ۱۹ روزونکو په ګډون ټولټال ۷۹ نارینه او ښځینه لوبغاړي لوبیږي.
افغانستان د سویلي‌ کوریا په کوربه توب په تېر ۲۰۱۴م کال اسیایي اولمپیک سیالیو کې د ۴۷ ګډونوالو افغان‌ لوبغاړو په‌ واسطه یوازې ۲ مډالونه ګټلي وو چې په کرېکټ کې د سپینو زرو او د تکواندو ۶۳ کیلو ګرامه وزن کې د برونز مډال ګټلی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي