برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

افغانستان یی ماشومانو ته تر ټولو مرګونی هېواد بلل

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې د يو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې افغانستان سږکال د نړۍ په کچه ماشومانو ته تر ټولو مرګونی هېواد بلل شوی دی.
د دغه رپوټ له مخې افغانستان کښې د ۲۰۱۹ کال په وړومبيو نهو میاشتو کښې هر ورځ په منځني ډول نهه افغان ماشومان وژل شوي او یا ژوبل شوي دي.
د یونيسف ادراې لخوا رپوټ کښې راغلي چې جګړې تر نورو عواملو ډیر د افغانان ماشومانو ژوند اخیستې او یا یې د هغوي ژوند له سختو کړاونو سره مخ کړے دے.
افغانستان کښې د یونیسف استازے ابوبکر کمپو وائي، ۲۰۱۹ کال د افغان ماشومانو لپاره خونړے کال دے چې پکښې په منځني ډول هره ورځ نهه ماشومان وژل کیږي او یا زخمي کیږي.
افغانستان کښې د ماشومانو د مرګ ژوبلې برخه کښې د تېر ۲۰۱۸ کال په پرتله سږکال ۱۱ سلنه ډیروالې راغلی دے چې دا په ژوره توګه د اندېښې وړ چاره ده.
رپوټ کښې راغلي دي چې د جګړې ښکیل لوري د ماشومانو خوندیتوب ته پاملرنه نه کوي او بايد زر تر زره باید دغې جګړې ته خاتمه ورکړي.

شریک یي کړئ!