برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۱ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

افغانستان په فوټسال کې د اسیایي جام پای‌لوبې

آریانانیوز: د افغانستان د فوټسال ۲۰ کلنې ملي لوبډلې له قانوني او اضافه دقیقو لوبې وروسته ۴ د ۳ ګولونو په وړاندې بریا ترلاسه او د ګډون کوونکیو لوبډلو په کتار کې لومړۍ لوبډله شوه چې فاینل ته ورسېده.



د یادونې ده چې دا د افغانستان د فوټسال په تاریخ کې لومړی ځل و چې ۲۰ کلنه فوټسال ملي لوبډله یې د اسیا فوټسال جام «فاینل» ته لار پیدا کوي.
د اسیا د ۲۰ کلنو فوټسال جام سیالۍ په ایران کې روانې دي چې د افغانستان په ګډون په‌کې د ۱۲ اسیایي هېوادونو د تر ټولو غوره ۲۰ کلنو فوټسال ملي لوبډلو برخه اخیستې وه.
ټاکل شوې د روان جام په دویمه نیمه پای‌لوبه کې نن ایران د جاپان له ۲۰ کلنې فوټسال ملي لوبډلې سره سیالي وکړي چې ګټونکې لوبډله به یې د افغانستان په وړاندې د اتلولۍ ګټلو لپاره فاینل ته لار پیدا کړي.
د یادونې وړ ده چې ارګ نن د یوی خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان ولسمشر محمداشرف غني له لوري په اسیایي فوټسال جام سیالیو کې د افغانستان ۲۰ کلنې فوټسال ملي لوبډلې لوبې ستایلې دي.
ولسمشر دغه راز یو لوړپوړی پلاوی هم لېږلی چې په خپل موجودیت د ایران په تبریز ښار کې د افغانستان ۲۰ کلنه فوټسال ملي لوبډله وهڅوله او دغه راز یې هېواد ته په راستنېدو له دې لوبډلې سره د ځانګړې لیدنې خبر هم ورکړی دی.
د اندونیزیا په وړاندې له نننۍ بریا وړاندی افغانستان هانګ کانګ او تایلنډ ته هم ماتې ورکړې، خو په یواځینۍ لیګ لوبه کې یې له کوربه ایران نه ماتې خوړلې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي