برخه -څانګه : afghanistan, economic, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان پر کانونو چور ګډ کړئ، مفت دي

آریانانیوز: ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې؛ د کتاب لیکوال د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ، محمد اشرف غني او په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه ګڼ رازونه راسپړلي دي.


د کتاب د لیکوال په وینا ټرمپ تر ولسمشرۍ وړاندې، نوماندۍ او ولسمشرۍ ته له رسېدو سره لا هم؛ په افغانستان کې د روانې جګړې مخالفت کړی دی، خو پوځي چارواکو پرلپسې دلته پاتې کېدو ته اړ باسلی دی.
باب ووډوارډ پخپل کتاب کې د ټرمپ له خولې د زور او طاقت په اړه لیکلي:«که څه هم زه نه غواړم چې دا کلمه استعمال کړم، خو واقعي قدرت ډار اچول دي.»
د کتاب لنډیز چې افغان لیکوال واحد فقیري په یوه مقاله کې راټول کړی، پر دې راڅرخي چې ټرمپ څنګه د افغان جګړې دوام ته قانع کړل شي.
هغه ته پرلپسې خپل پوځي چارواکي دا ډاډ ورکوي، چې د ځواکونو په ایستلو کې بېړه ونه کړي، خو ټرمپ ټینګار کوي چې افغان حکومت تر ستوني په فساد کې غرق دی، زموږ پخپلو پیسو روزل شوي عسکر هم پر موږ د ټوپک شپېلۍ را اړوي.
ټرمپ بوش احمق ګڼي، چې په افغانستان او عراق کې يې جګړې پیل کړې، ټرمپ وايي هغه ته ځان د ټولې دنیا پولیس ښکارېده.
د کتاب د لیکوال په قول، کله چې ټرمپ په ۲۰۱۷م کال سپټمبر میاشت کې د ازربایجان له ولسمشر سره ولیدل، هغه ور پام کړل چې چين په افغانستان کې د مسو کانونه وباسي.
ټرمپ تر لېونتوبه رسېږي او له خپلو همکارانو پرلپسې غواړي، چې د افغانستان په کانونو کې منګولې خښې کړي.
ښاغلی فقیري پخپله مقاله کې د باب ووډوارډ په حواله لیکي: «ټرمپ همدا نادر مواد او لیتم غوښتل. ټرمپ خپلو ملګرو ته وویل،(اشرف غني موږ ته د کانونو او نادرو موادو د استخراج بلنه راکړه. هغه موږ ته هر څه راکوي. ولي موږ دا کار نه کوو؟ زه چي تاسي ته ګورم،‌ تاسي لاس تر زنه ناست یاست، حال دا چي چینایانو چور ګډ کړی دی.)»
وړاندې زیاتوي: کله چي ټرمپ له نیویارک څخه واشنګټن ته راستون سو، هغه همدا پوښتنه یو ځل بیا له مک ماسټر څخه وکړه. ولي موږ د افغانستان کانونه نه راباسو؟ مک ماسټر په جواب کي ورته وویل،«صاحبه، موږ دا خبره د ملي امنیت په شورا کي مطرح کړې ده.» ټرمپ پر چیغه کړه،«زه کومه لعنتي پروسه نه غواړم. زه ستاسي څخه غواړم چي همدااوس هلته ولاړ شئ او د دې کانونو چاره وکړئ. د افغانستان کانونه مفت دي.»
تازه افغان حکومت له یو نړیوال شرکت سره په بدخشان کې د سرو زرو او سرپل کې د مسو د ایستلو تړونونه لاسلیک کړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي